نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د الجزائر خارجه وزير سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د الجزائر خارجه وزير احمد عاطف سره د نهې په ورځ ټېلي فوني تماس نيولے دے۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزيراعظم خارجه وزير احمد عاطف د بدلېدونكي سيمه ايز صورتحال او د هند د اشتعال انګيزه بيان بازۍ او د پاکستان په ضد د يو اړخيزه اقدامات په سبب د رامخې ته شوي تاٶ تريخوالي نه خبر كړو چې پكښې د سندھ طاس تړون په التوا كښې ساتل هم شامل دے۔ د الجزائر خارجه وزير د تحمل په اهميت او د دواړو اړخونو څخه د تاٶ تريخوالي كمولو په ضرورت زور راوړو۔ ده د الجزائر لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په فرېم ورك كښې پاکستان سره د همكارۍ او مرستې د عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو د معيشت، تجارت او دفاع پشمول په يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو ته هم صلاح شول۔