صدرِ آصف علي زرداري روسيه سره د تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او په اولسي كچه دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلے

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري روسيه سره د تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او په اولسي كچه د روابطو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلے كړے۔ صدر د نهې په ورځ د روسيه فيډريشن په جنګ كښې د كاميابۍ د 80مه سالګرې په موقع دستورې ته د وېنا په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په زيات شوې پېشرفت رڼا واچوله٬ ده باور څرګند كړو چې د دواړو هېوادونو په دې وروستيو كښې د لوړې كچې روابط شريكې همكارۍ او بهتر تفهيم لپاره يو قوي بنياد وركوي ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل زه باور لرم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ رشته به لا قوي شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او د اولسي روابطو په مېدان كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو بلها صلاحيت لري ۔ صدرِ مملکت د روسيه صدر ولادي مير پيوټن، د روسيه حکومت او اولس له مباركي وركولو سره ووئيل دا بريا د روسيه د اولس استقامت، قوت او امن او خوشحالي لپاره د دوي د پوخ عزم څرګندونه ده۔ ده د دې خبرې هم ذكر وكړو چې د سندھ اولس كوم چې نن په پاكستان كښې مېشته دے هم د نازي ازم په ضد جنګ كښې د برتانيه پوځ كښې مهم كردار لوبولے۔ صدرمملکت آصف علي زرداري په كال 2011 كښې د روسيه د خپلې دورې ذكر كولو سره د صدر ولادي مير پيوټن لخوا د پاكستان روسيه دوستۍ ودې لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ ده روسيه يو “مهم نړيوال طاقت” ګرځولو سره په خاص توګه په سوئيلي آسياء كښې امن او د استحكام ودې او د پاكستان او هند ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د روسيه د كردار ستائنه وكړه۔ صدرِ مملکت د دواړو هېوادونو ترمېنځه مفاهمت او مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو او منطقې او د نړۍ بهتر سباٶن لپاره ئې په همكارۍ زور راوړو۔