پاكستان سپر ليګ 10 ٬ د اسلام آباد يونائټډ او د كوئټه ګلډي ايټرز ډلو مېچ به سبا د (شورو ) په ورځ كېږي

اسلام آباد۔6 مئ (اے پي پي) پاكستان سپر ليګ 10 كښې سبا د شورو په ورځ د اسلام آباد يونائټډ او كوئټه ګلډي ايټرز تر مينځه مېچ كېږي ۔ د پاكستان كركټ بورډ تر سېوري لاندې د پي ايېس ايل د 10 اېډېشن په زړه پورې سيالۍ روانې دي٬ د ليګ په 26 م مېچ كښې به د اسلام آباد يونائټډ او كوئټه ګلډي ايټرز ډلې په قذافي سټېډيم كښې يو بل ته مخا مخ كېږي ۔ د اسلام آباد لوبډلې مشري شاداب خان كوي ۔ د اسلام آباد ډلې 8 مېچونه كړي چې پكښې 5 كښې د ماتې سره مخ شوې او د 10 پوائنټس سره په ټېبل په دوېم لمر ده۔ دغسې د كوئټه ډلې مشري سعود شكيل كوي ۔ د كوئټه دلې هم 8 مېچونه كېړي چې په 5 كښې يي بريا تر لاسه كړې او په پوانټس ټېبل د 11 پوائنټس سره په وړومبي پوزيشن ده۔ د ټورنمنټ فائنل مېچ به په 18 مئ لاهور كښې كېږي۔