وفاقي وزير سردار محمد يوسف د پروفيسر ساجد مير په مړينه د غمرازي څرګنده كړه

لاهور 06 مئي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د نهې په ورځ د مركزي جمعيت اهل حديث پاكستان راوي روډ لاهور ته لاړو٬وفاقي وزير د لنډ مهاله امير ډاكتر علي محمد ابو تراب او ناظم اعلٰی ډاكټر حافظ عبدالكريم سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې د علامه پروفيسر ساجد مير په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په خپلو خبرو كښې ووئيل پروفيسر ساجد مير يو لويې شخصيت ؤ ٬د هغه په مړينه ټولو وګړو ته زيان رسېدلے ٬هغه به د روژې مباركه مياشت كښې پخپله قرآن شريف اورولو۔ده ووئيل پروفيسر ساجد مير عمر له د مذهبي چارو وزارت په كارونو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے۔ده ووئيل هغه د امت يو كولو لپاره مثبت هدايات او تجاويز وركړي۔تر ډېر وخت يې پارليمان كښې كردار ترسره كړے دے