مكه مكرمه 06 مئي (اے پي پي)د مذهبي چارو وزارت وياند وئېلي دي د حج ډائرېكټر جنرل عبدالوهاب سومرو په مشرۍ كښې د حج انتظامات تيارۍ روانې دي۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ ووئيل د حج ډي جي عبدالواهاب سومرو د مكه كوآرډينيټر ذوالفقار خان٬ د مكه حج ډائرېكټر عزيز الله خان او نورو د حج مرستيالو سره د استوګنو ودانيو دوره وكړه۔دوي د ټولو انتظامات جاج واخست۔د حج ډي جي د حج كوونكو سهوليات او مرستې٬رهنمائۍ او د ګيلو لرې كولو لپاره ضروري هدايات جاري كړل۔ده ووئيل د حج كوونكو راتګ څخه وړاندې ټولې آسانۍ باوري كوو۔