كوئټه 06 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني د كونسل آف پاكستان نيوز پيپرز ايډيټرز نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركولو سره وئېلي دي سي پي اين اي د دانش لرونكو او د صحافت د عظيم نامو يوه ګلدسته ده٬نوابزاده مير جمال خان رئيساني نوي ټاكلي شوي صدر كاظم خان٬سينئر نائب صدر اياز خان٬سيكرټري جنرل غلام نبي چانډيو٬جوائنټ سيكرټري عارف بلوچ پشمول ټولې كابينې له مباركي وركولو سره ووئيل سي پي اين اي به د صحافت او خبريالانو ښېګړی لپاره په زړه پورې هڅې وكړي۔ده ووئيل پيپلز پارټي په جمهوريت او د صحافت په آزادۍ باور لري٬په هېواد كښې جمهوريت او د رائے څرګندونې آزادۍ لپاره پيپلز پاړټي لويې قربانۍ وركړې دي