
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د يو اېس چيمبر آف کامرس او د يو اېس-پاکستان بزنس کونسل پلاوي د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع د امريكې ناظم الامور نيټلي اے بيکر هم پلاوي سره ٶ۔ د يو اېس پي بي سي پلاوي مشري سينئر نائب صدر يو ايس چيمبر آف کامرس چارلس فري مين كوله ٬ پلاوي سره په ملاقات كښې وفاقي وزير جام کمال خان ووئيل د يو اېس پي بي سي دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده په تېرو دوه لسيزو كښې پاكستان كښې د امريكا خوښۍ ته په دوه وركولو او تجارت او د سرمايه کارۍ موقعې زياتولو كښې د يو اېس پي بي سي د کردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان امريکې ته د خپل لويې برامدي ماركيټ په نظر ګوري او د ستراتېژكي تجارتي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔