هند د بيانيه به جنګ كښې ماتې خوړلې، د ګجرات قصاب ټولي پالیسۍ ناكامه شوي، دښمن مکار، بدنیته او نادان دے، كه نادان نه ؤ نو د پهلګام فالس فلیګ منصوبه بندي به ئې ښه كړې وه ۔عطاء اللہ تارړ

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي سیاسی اختلافات د هېواد د دفاع او خارجه پاليسۍ سره څه تعلق نه لري، د پاکستان د سلامتيا معامله د هر ډول سياست څخه بالاتره ده، هند د بيانيه په جنګ كښې ماتې خوړلې، د ګجرات قصاب ټولي پالیسۍ ناكامه شوي، دښمن مکار، بدنیته او نادان دے، كه نادان نه ؤ نو د پهلګام فالس فلیګ منصوبه بندی به ئې ښه كړې وه ، د مودی مکروہ مخ ټولي نړۍ ته په ښاره شوے۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقی وزیر ووئيل دښمن د موقعي په لټون كښې دے چې كله به په پاکستان بريد كوي۔ده ووئيل زما پاکستانیت دا ښه نه ګڼي چې دې ايوان څخه داسې غږونه پورته شي كوم چې هند په خپله ميډيا ښودلو دا تاثر وركړي چې د پاکستان قام په داخلي توګه تقسيم دے۔ده ووئيل نن معامله يواځې د پاکستان ده،خپلو كښې اختلافات او سیاست لپاره نور هم وخت شته۔ده ووئيل د جنرل ایوب خان الفاظ نن هم زمونږ په ذهنونو كښې دي چې دښمن ته اندازہ نه لرله چې هغه كوم قام سره جنګ كوي۔ دغه هغه جذبه ده كومه چې عمر له د دې قام پېژندګلي ده ۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل نن د ګجرات قصاب ټولي پالیسۍ ناكامه شوي۔تيره ورځ د لائن آف کنټرول سره د نزدې بیلانور شاہ سيمې ميډيا دورہ کړې۔ هند دا دعویٰ کوله چې دغلته د ترهه ګرو تربیتی کیمپ موجود دے او پیر چناسی او بیلانور شاہ د لارې ترهه ګر په پوله راوړي۔ده ووئيل زمونږ دښمن يواځي مكار نه دے ، بلکه بدنیته او نادان هم دے۔ د هغوي د بے وقوفۍ مثال دا دے چې پهلګام سيمه د پولي څخه 150 کلومیټره لري ده۔په دغسې كښې دا دعویٰ څنګه ممكن ده چې څوك هلته لاړ شي او بريد وكړي ؟ د هند غیر قانونی تسلط جموں او کشمیر كښې د هند 9 لكهه عسكر تعينات دي،آيا هغوي يواځي هلته تماشه كتلو ته ناست دي؟ده ووئيل بے ګناہ کشمیریان د زندانونو څخه په راوېستلو شهيدان كيږي۔د 7 لسيزو راهسې د هند عسكر په مظلومه کشمیریانو ظلمونه كوي۔هلته د پاکستان بيرغ په هسك كولو بنديز دے خو د دې باوجود کشمیرۍ ميرمني خپل مړي په دې بيرغ كښې خاوري ته سپاري۔دغه جذبه د كوم ځائے نه راځي ؟ د “پاکستان كا مطلب كيا ، لا الہ الا اللہ” غږ نن هم په وادی كښې پورته كيږي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل پهلګام پولیس سټېشن كښې درج ایف آئی آر پخپله د هند ادعا په ډاګه كوي۔د پېښي نه پس په لسو دقيقو كښې ایف آئی آر درج شوے دغسې پوليس يو نيم ساعت پس د پېښې ځاے ته رسيدلي ۔دغې سيمي ته نزدې پوځي يونټ شته كوم چې په بے ګناه كشميريانو ظلمونه كوي۔ده په ډاګه كړه چې پهلګام پېښه د هند فالس فلیګ آپریشن ؤ كوم چې د سکیورټی او انټیلیجنس بشپړه ناكامي ده۔ دا د بی جے پی په بهار كښې د انتخابی عزائم او د پاکستان د معاشی پرمختګ مخنيوي له سازش دے۔د هغوي دا خيال وو چې فالس فلیګ آپریشن سره به مقصد ترلاسه شي،خو ایف آئی آر يې ټول حقیقت په ډاګه كړو۔ده ووئيل وډیو كښې ښكاره ښكاري چې په زپ لائن ښودلے شوے كس حركت كوي، شا او خوا كښې وګړي په آزادۍ سره ګرځي۔ ادعاٰ شوې چې ترهه ګرو بلااشتعاله ډزې كړي او يواځي هندوان په نخښه كړے شوي كوم چې ښكاره دروغ دي۔په پېښه كښې يو مسلمان هم وژلے شوے۔كه واقعی ډزي كيدې نو په زپ لائن موجود كس دومره په آسانۍ سره څنګه وتللو ؟ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان په بیانیه او په سفارتی سطح هند له داسې ماتې وركړې چې د هغوي نوي نسلونه به يي هم ياد ساتي۔ ده ووئېل د نړيوالي ميډيا ادارو الجزیرہ، نیویارك ټائمز او اکانومسټ هم وائي چې هند په پېښه كښې د پاکستان کكړيدو كوم ثبوت نه لري۔ ده ووئيل پاکستان خپل ښكاره موقف خپل كړے چې كه زمونږ د اوبو مخه د بدلولو هڅه وشوه نو بشپړ او د پريكړې وړ ردعمل به وركولې شي ٬ دې سره دا هم وئيلي شوي چې زمونږ لاسونه پاك دي، د پهلګام پېښي پاكې او غیر جانبداره پلټني دې وكړې شي دغسې چې اصل حقائق نړۍ ته وړاندې شي۔ ده ووئيل په تيرو 48 ساعتونو كښې پاکستان سفارتی رابطې تندي كړي۔ وزیراعظم د چین، برتانیې ، ترکیې ، سعودی عرب، یو اے ای او کویت سفيرانو سره ملاقاتونه كړي،د قطر امیر ، د ایران صدر او خارجه وزير سره هم خبره شوې او د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل سره ټیلیفوني خبره شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان دا مقدمه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې او نړۍ ته ئې وئيلي دي چې پاکستان به د کشمیري اولس اخلاقي ، سیاسي او سفارتي مرسته جاري ساتي۔ کشمیر زمونږ شه رګ دے۔كه هند دا ګڼي چې دې ډول کارروائیو سره به نړيوال پام د كشمير څخه وګرځولې شي نو دا د هغوي غلط فهمی ده۔ د اطلاعات وزير ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد د فرنټ لائن ریاست دے۔مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړے ، قربانۍ مو وركړي او نن هم د نړۍ او ترهه ګرۍ ترمينځه لكه د ديوال ولاړ يو، جنګ هم مونږ كړے او تور هم په مونږ ؟ بايد هند شرم وكړي۔ده ووئيل هند پخپله يو داسې رياست دے كوم چې سكهان وژني۔ د سکھانو ورورولۍ ښكاره اعلان كړے چې مونږ د پاکستان په ضد جنګ نه كوو۔ کاناډا كښې د هردیپ سنګھ نجر قتل، امریکا او آسټریلیا كښې د سکھانو په لارښودو بريد د هند د رياستي ترهه ګرۍ ثبوت دے۔ده ووئيل هند پخپله په ترهه ګرۍ كښې ككړ دے، پاکستان سره د هند نیول کمانډر کلبھوشن یادیو په شکل كښې ښكاره ثبوت شته۔ د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل د جعفر ایکسپریس پېښي فوټیج تر ټولو اول د هند چینلز ته څنګه ترلاسه شو ؟ ده ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي كومي چې په نړۍ كښې مثال نه لري۔ده ووئيل د پاکستان قام عظیم قام دے،كله چې راپاسي نو لويې دښمن له هم ماتې وركوي ۔ د را ایجنټس په پاکستان كښې ترهه ګري كوي، بے ګناه وګړي په نخښه كوي۔ده ووئيل د پاکستان پوځ ٬ پوليس ، سکیورټي ادارو او سیاستمدارو د خپلو ځانونو قرباني وركړي خو ماتې ئې نه دې منلې۔ده ووئيل اوس د هند اولس د مودی حکومت څخه پوښتنه كوي چې 9 لکهه پوځ کشمیر كښې ولي تعینات دے؟د هند سفارت کاری ولي ناكامه شوه؟ ده ووئيل هند په بنده كوڅه كښې ګېر شوے او هر وخت په پاكستان د بريد منصوبه بندي كوي۔كه دا ځل هند داسې څه جارحانه اقدام وكړو نو په زړه پوري ځواب به وركولې شي۔ ده وئېل پاکستان چري وړاندې والے نه دې كړے،خو كه دښمن پیش قدمی وكړه نو ځواب به وركولې شي۔ده ووئيل ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے۔هند زمونږ د سوشل میډیا اکاؤنټس بند کړي ٬ مونږ يوه نغمه د هند په یوټیوب چینلو د اشتهار ته توګه چلولې۔مونږ د انفارمیشن جنګ هم كوو ۔