كوېت كښې د جاكړ د لاسه درې پروازونه په دمام كښې كوز شول

كوېت سټي۔6 مئ (اے پي پي) د شګو او خاورو سخت جاكړ د ګل په ورځ د كوېت ٬ سعودي عرب او د اردن ګڼې سيمې وځپلې ۔ په كوېت كښې د موسم خرابۍ د لاسه درې پروازونه په دمام كښې كوز كړے شول۔ د خاورو او شګو الوتلو په سبب په كوېت هوائي نړيوال مېدان د خفاظتي ګامونو تر مخه پروازونو ته دمام ته د تللو امر وشو۔ د اخبار 24 تر مخه د كوېت سول اېوې اېشن او فلائټ كنټرولنګ ډيپارټمنټ ډائرېكټر دادادو الجراح وېنا وه د مسافرو د سلامتيا تر مخه د مصر ښار قاهره اسيوط نه كوېت ته راتلونكې پروازونه په دمام كوز كړے شول ۔ واضحه دې وي په دې ورځو كښې په كېت كښې موسم سخت د خاورو او دوړو الوتلو ښكار دے چې ورسره حد نګاه ځپلې كېږي ۔ د هوا رفتار هم په يو ساعت كښې 70 كلو ميټره دے۔ دغسې د كوېت پورټس اتهارټي هم د موسمي حلات تر مخه په بندرګاهونو آپرېشن په عارضي توګه معطل كړے دے۔