
پيرس 06 مئي (اے پي پي) فرانس په غزه كښې د اسرائيل د نوو پوځي کارروائيو سخته غندنه كړې ده ۔ اے ايف پي له مخې دا خبره د فرانس خارجه وزير ژاں نوئل باروټ د نهي په ورځ يو راډيو سره مركه كښې كړي۔ده ووئيل فرانس په غزه كښې د اسرائيل نوو پوځي کارروائيو سخته غندنه كوي۔ ده ووئيل د اسرائيل نوې پوځي کارروائۍ د نه قبلولو وړ دي،د اسرائيل حکومت د انساني همدردۍ قانون خلاف ورزي کوي۔