وفاقي وزيرمحسن نقوي د قطر وزيراعظم محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وليدل

دوحه 06 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د قطر وزيراعظم محمد بن عبدالرحمن الثاني سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاك قطر اړيكو او د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د پاك او هند په تاٶ تريخوالي او د منطقې د موجوده صورتحال په تناظر كښې هم خبرې وشوې۔ محسن نقوي د قطر وزيراعظم د پاك و هند د اوسني اړي ګړي په حواله د پاکستان د كوټلي او اصولي موقف نه خبر كړو۔ محسن نقوي په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان په جامع اقدامات بريفنګ وركولو سره ووئيل د پهلګام په پېښه د هند بې بنسټه تورونو او اقدامات د منطقې امن ته خطرې رامخې ته كړے٬ د پهلګام پېښې د غېر جانبداره تحقيقات وړاندېز د پاکستان اصولي موقف مضبوطوي٬ نړۍ له په دې پوهېدل پكار دي چې د پېښې ماسټر مائنډ او اصل تورن څوك دے او د دې بينفشري څوك دے٬ ده ووئېل هند د دې پېښې په شا د سندھ طاس په تړون وار كړے كوم چې زمونږ لپاره لائف لائن دے٬ په منطقه كښې تل پاتي امن غواړو خو په يرغل به غلې نه پاتې كېږو٬ د قطر وزيراعظم د پاك و هند اړي ګړې كښې كمي لپاره د سفارتي هلو ځلو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل مونږ په منطقه كښې د اړي ګړي د نشتوالي پاليسۍ مرستياله يوو ٬ هيله لرو چې سفارتي هلو ځلو سره به تاو تريخوالے كم شي۔ د قطر وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف لپاره د نېكو هيلو پېغام وركولو سره ووئيل ستاسو وزيراعظم ډېر په خوارۍ د پاکستان معيشت په سم پلو بيائي ۔ په دې موقع قطر كښې د پاکستان سفير محمد عامر او نور لوړ پوري هم موجود وو۔