
رياض 06 مئي (اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان او ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان ته د امير قطر الشيخ تميم بن حمد آل ثاني د اړخه’’دويم نړيوال سماجي پرمختګ کنفرنس‘‘ كښې د ګډون رسمي بلنه ترلاسه شوې ده ۔ د العربيه اردو له مخې دا کنفرنس به سږ كال 4 د نه تر 6 نومبر دوحه كښې كيږي۔دا بلنه تيره ورځ رياض كښې د سعودي خارجه دفتر كښې د شوي ملاقات په مهال د قطر سفير بندر العطيه خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان ته وركړې ده ۔