کابل 06 مئي (اے پي پي) د افغانستان سمنګان ولايت كښې د مسافرو بس چپه كيدو په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 33 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا له مخې د ولايت پوليس دفتر بيان كښې وئيلي دي چې دا پېښه د نهي په سهار خلم اولسوالۍ كښې رامخې ته شوې۔د مسافرو بس د کابل څخه شمالي ولايت جوزجان ته روان ؤ چې په دې مهال د پېښي سره مخ شو د كومې په نتيجه كښې چې 3 مسافر مړه او 33 ژوبل شول۔