زما ګاډے د غزه ماشومانو علاج لپاره استعمال كړئ٬ د پوپ فرانس وصيت

ويټي كن ۔ 6 مئ (اے پي پي) د مسيحانو پخواني پېشوا آنجهاني پوپ فرانس پخپل وصيت كښې د بشري خواخوږۍ پېغام وركړے كوم چې په خاص توګه د غزه كوچنيانو په حقله ؤ۔ د العربيه تر مخه پوپ فرانس پخپل وصيت كښې ووئېل د “پوپ موبائل” په نامه هغه ګاډے كوم چې هغه په 2014 كښې د بېت اللحم دورې په مهال كارولے ؤ ٬ هغه د غزه د كوچنيانو علاج لپاره په يو موبائل مېډيكل كېينګ بدل كړئ۔ دا خبر د ويټي كن سركاري نيوز پورټل “دي ويټي كن نيوز ” وركړے دے۔ د دې منصوبې تر مخه به ګاډې په داسې انداز جوړولې شي چې هغه يو ګرځېنده مېډيكل سېنېټر وي چرته چې به د كوچنيانو طبي معائنه ٬ علاج٬ ويكسي نېشن ٬ مهلم پټۍ او سمدستي ټېسټونه كېدې شي۔ دا ګاډے به په خاص توګه هغه سيمو ته لېږلے شي چرته چې د صحت سهولتونه نه وي۔