
اسلام آباد05 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د بلوچستان او د اولس پرمختګ ٬خېرښګړه زمونږ په پاملرنه كښې شامل ده ۔ د وزیراعظم آفس پریس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم دا خبرې د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل سره د ګل په ورځ كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې وليدل۔ په ملاقات كښې وزیراعظم ووئيل د بلوچستان او د اولس پرمختګ ٬خېرښګړه زمونږ په پاملرنه كښې شامل ده ۔ ګورنر وزیراعظم ته د پهلګام پېښې نه وروسته د هندي جارحیت په تناظر كښې د بلوچستان لخوا د بشپړه مرستې او يوالي باور وركړو