د پاکستان بهادره پوځ د دښمن په ضد هر وخت چمتو دی، پاکستان د خپلي دفاع حفاظت لپاره د ځواب وركولو صلاحيت لري۔وزيراعظم شهباز شريف د پيپلز ګوند پلاوي سره خبري اتري

APP64-050525 ISLAMABAD: May 05 - A delegation of Pakistan People's Party calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/TZD

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان بهادره پوځ د دښمن په ضد هر وخت چمتو دی، پاکستان د خپلي دفاع حفاظت لپاره د ځواب وركولو صلاحيت لري،د كوم هم هندي جارحيت په ضد ټول قام يو موټې دې او د خپلو ځواكونو سره ولاړ دې، پاکستان سيمه كښې امن او استحکام غواړي،د خپلي دفاع حفاظت لپاره په زړه پوري ځواب وركولو صلاحيت لرو،د هند د اوبو جارحيت د نه قبلولو وړ دې، اوبه د پاكستانيانو ريډ لائن دے، پاکستان به د ملګرو ملتونو سيکورټي کونسل كښې دا مسئله پورته كوي،ټولي نړۍ ته به د هند مکروه مخ ښودلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔د وزيراعظم آفس پريس ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د پيپلز ګوند په پلاوي كښې راجه پرويز اشرف، نويد قمر، ګورنر کے پي فيصل کريم کنډي، وزير اعليٰ مراد علي شاه، د بلوچستان وزير اعليٰ سرفراز بګټي او سينيټر سليم مانډوي والا شامل وو۔ ملاقات په مهال په خپلو خبرو اترو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د پاکستان بهادره پوځ د دښمن په ضد هر وخت چمتو دې۔ده ووئيل د كوم هم هندي جارحيت په ضد ټول قام يو موټې دې او د خپلو ځواكونو سره ولاړ دې، پاکستان سيمه كښې امن او استحکام غواړي،د خپلي دفاع حفاظت لپاره په زړه پوري ځواب وركولو صلاحيت لرو،د هند د اوبو جارحيت د نه قبلولو وړ دې، اوبه د پاكستانيانو لپاره ريډ لائن دے۔ وزيراعظم ووئيل د پهلګام پېښې نه پس د هند اشتعال انګيز رويه د افسوس وړ ده، پاکستان نه يواي په پهلګام پېښه د تشويش څرګندونه كړي بلكه د پېښې غير جانبدارانه او آزادانه پلټنو غوښتنه ئې هم كړي۔ وزيراعظم ووئيل غير د څه ثبوت پاکستان د پهلګام پېښې سره تړلو هندي هڅه مسترد کوو۔ده ووئيل د هند د اړخه سندھ طاس معاهده په غير قانوني ډول معطل کول او هغه د اوبو جارحيت په توګه استعمالول د نه قبلولو وړ دې ځكه چې د پاكسان اولس لپاره دغه د ريډ لائن حيثيت لري۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف وئويل د هند جارحيت په ډاګه كولو په اړه پاکستان بشپړه سفارتي هڅي كوي او نړۍ د پاكستان د نقطه نظر څخه خبرولو لپاره د ځيني هېوادونو سفيرانو سره ملاقات هم شوې۔ده ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سيکورټي کونسل كښې هم دا مسئله پورته كوي دغسې چې نړۍ ته د هند مکروه مخ وښودلې شي۔د ملاقات په موقع په خپلو خبرو كښې د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي ووئيل پاکستان پيپلز ګوند پشمول د هېوادج ټول سياسي ګوندونه د پاكستان دفاع او حفاظت په اړه يو موټې دي او د هېواد د دفاع په خاطر مونږ د خپلو ځواكونو سره ولاړ يو۔پلاوي د هند جنګي عزائم نړۍ ته په ډاګه كولو د وفاقي حکومت سفارتي هڅي وستائلي۔دا خبره دې ياده وي چې حکومت تر ټولو لوئ اتحادي ګوند سره په وفاقي بجټ مشاورت پېل شوې۔ په دې اړه وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل مونږ په ټولو چارو كښې مشاورت ته ترجيح وركوو۔ ملاقات په مهال پاکستان پيپلز ګوند پلاوي وفاقي بجټ په اړه تجاويز وركړل۔ په بجټ مشاورت وړومبې دور وو۔ پرېس ريليز له مخې حکومت جوړي شوې کميټي پيپلز پارټي سره مشاورت جاري ساتي۔د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي د حکومت د توان په څانګه كښې په اصلاحات د بشپړه باور څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، عطاء الله تارړ، علي پرويز ملك، ډاکټر طارق فضل چوهدري، رانا مبشر اقبال، د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله، ډاکټر توقير شاه، وزير مملکت عبدالرحمن کانجو او وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي ههم موجود وو۔