سيمه كښې امن او د سوكالۍ ودې له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده،د هند جارحانه اقدامات سره سيمه ايز امن او استحکام ته خطر دے۔ د صدر آصف علي زرداري د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره خبرې

APP59-050525 ISLAMABAD: May 05 - The Foreign Minister of Iran, Seyyed Abbas Araghchi, called on President Asif Ali Zardari at Aiwan-e-Sadr. APP/TZD/FHA

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سيمه كښې امن او د سوكالۍ ودې له په ګډه د كار كولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي د هند جارحانه اقدامات سره سيمه ايز امن او استحکام ته خطر دے۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ايوان صدر كښې ملاقات کړے۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان او ايران خپلو كښې تاريخي او د وروروبلۍ اړيكي لري۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه او د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال او په خاص توګه د پهلګام پېښې نه پس د هند او پاكستان ترمينځه په روان تاؤ ترېښوالي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د ايران خارجه وزير ووئيل د سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي او ايران صدر مسعود پيزشکيان په سپارښتنه پاكستان ته راغلے يم،په موجوده صورتحال د پاکستان موقف نه خبر يوو۔د ايران خارجه وزير د تاؤ ترېښوالي كمولو لپاره په ډلو د تحمل څرګندوني زور راوړو ۔ ده ووئيل ايران پاکستان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ سيد عباس عراقچي ووئيل ايران د پاکستان سره شريكې ګټې له دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو لپاره خوښي لري۔د ايران خارجه وزير دوه اړخيزه تجارت تر بشپړه صلاحيت رسولو په حاجت زور راوړو۔ ملاقات كښې د افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايران خارجه وزير د سيمي په چارو د پاکستان سره په ګډه د كار كولو باور وركړو۔ صدر مملکت په دې مهم موړ د پاکستان دوره كولو د ايران خارجه وزير مننه وكړه۔ صدر مملکت خبرو اترو او سفارتکارۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ صدر مملکت د دواړو هېوادونو شريكې ګټې له د ايران سره د تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ملاقات كښې ډلو د غزه په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ډلو غزه او لويديزه غاړه كښې د اسرائيلي عسكرو د روانو ظلمونو او انساني حقونو د خلاف ورزو غندنه وكړه۔د ايران خارجه وزير د ايران صدر د اړخه د صدر آصف علي زرداري لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔