د پهلګام بريد نه وروستو په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې په زياتوالي غوره لپاره د سلامتي كونسل غونډه نن(د ګل) په ورځ كېږي

ملګري ملتونه۔ 5 مئ (اے پي پي) د هند او پاكستان تر مينځه د زياتېدونكې تاو تريخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بندې كوټې مشاورتي غونډه نن د ګل په ورځ مازيګر كېږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن نه جاري بيان تر مخه د مشاورتي غونډې د رابللو خواست پاكستان كړے دے او په ملګرو ملتونو كښې مستقل استازے عاصم افتخار احمد به د مشاورتي غونډې نه پس پرېس ته بيان جاري كوي۔ د پاكستان او هند تر مينځه تاو تريوخوالے په 23 اپرېل د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير په پهلګام سيمه كښې د شوي بريد نه پس زيات شوے ؤ چې پكښې 26 كسان مړه شوي وو او هند د كوم ثبوت نه غېر د دغې بريد تور په پاكستان لګولے ؤ۔ پاكستان په واضحه توګه دغه تور رد كولو سره د بې پرې پلټنو غوښتنه كړې ده۔ تاو تريوخوالے هغه وخت زيات شو چې كله د هند وزيراعظم نريندر مودي خپلو پوځي مشرانو ته په شخړيزه سيمه كشمير كښې د بريد ځواب وركولو لپاره د ٬٬ آپرېشنل آزادي ٬٬ وركړه۔ پاكستان خبردارے وركړے كه د هند د اړخه كومه هم كاروائي وشوه نو سمدستي ځواب به وركولې شي