كه په قومي خپلواكۍ بريد وشوو نو بشپړه ځواب به وركولې شي۔سرلښكر جنرال سيد عاصم منير

APP45-050525 RAWALPINDI: May 05- General Syed Asim Munir, NI (M), Chief of Army Staff (COAS), interacted with participants of 15th National Workshop Balochistan at GHQ. APP/MAF/FAH/SSH

پيندۍ 05 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښګر جنرال سيد عاصم منير وئيلي چې كه په قوكي خپلواكۍ بريد وشو نو بشپړه ځواب به وركولې شي۔ده د ګل په ورځ نېشنل ورکشاپ بلوچستان ګډون كونكو سره جي ايچ کيو كښې د ملاقات په مهال خطاب کولو۔آئي اېس پي آر له مخې 2016 راهسې نېشنل ورکشاپ بلوچستان مقصد قيادت د قومي او صوبائي چارو څخه خبرول دي۔سرلښكر ووئيل بلوچستان كښې روان پرمختيائي منصوبے د اولسي ښېګرے لپاره مهم کردار ترسره كوي، دښمن عناصر په بلوچستان كښې ويره ترهه خپرول غواړي،هغوي به چري هم کامياب نه شي۔ده ووئيل غير ملکي سپانسرډ د بلوچستان سکيورټي لپاره لوئ خطر دې،ترهه ګر كوم مذهب، مسلك يا قوم نه لري، قومي يووالي سره به د هغې مقابله کولې شي۔سرلښكر ووئيل د بلوچ شناخت په نامه ترهه ګري كونكي د بلوچ په غيرت داغ دے۔سرلښكر جنرال سيد عاصم منير ووئيل پاکستان سيمه كښې امن غواړي،په سلامتيا به كومه سمجھوته نه شي كولې۔ده ووئيل په قومي خپلواكۍ كه بريد وشو نو ځواب به وركولې شي۔د ورکشاپ په اختتام د پوښتنو ځواب بشپړه سېشن وشو۔