وفاقي وزير اوېس احمد لغاري سره د نړيوال توان کمپنۍ وارټسلا پلاوي ملاقات،د توان نظام كښې اصلاحات او ګرډ په استحکام د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره د نړيوال توان کمپنۍ وارټسلا پلاوي ملاقات كړې۔ ملاقات كښې د پاکستان د توان څاڼګي ته په پېښو موجوده او د سباؤن په چيلنجونو ، ګرډ استحکام او د تجديد وړ ذريعو څخه پيدا كيدونكي توازن په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاور ډويژن وياند د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې پلاوي قيادت د وارټسلا انرجي بزنس ډائريکټر، اليګزينډر آئيکرمن كوله۔ وفاقي وزير د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل پاکستان د توان په څانګه كښې په مهم ډګر ولاړ دے چرته چې پخوانۍ پاليسۍ د جديد تقاضو سره هم آهنګ کولو د وخت مهم ضرورت دے،د نړۍ ځيني هېوادونه وړاندې څخه د تجديد وړ توان له امله پيدا شوي انټرميټنسي په شان مسئلو سره مخ كيږي او پاکستان هم د دغه چيلنجونو سره مخ كيدے شي۔وفاقي وزير ووئيل كه وارټسلا په شان نړيوالي کمپنۍ زمونږ منصوبه بندۍ كښې شراکت داري جوړي شي نو نه به يواځي خپلي اثاثي په كوټلي ډول استعمال کړې شو بلكه د ګرډ استحکام به هم ښه كړې شي،مونږ له موجوده پاور پلانټس يواځي د برېښنا پيدا کولو روايتي ماډل كښې كتلو په ځائې هغې كښې توازن پيدا کونكي ماډل په توګه كتلو ته اړتيا ده۔ملاقات كښې وفاقي وزير د دې خبري پخلے وكړو چې د توان وزارت به د داسې ټولو تجويزونو هركلے كوي كوم چې د نظام مستحکمولو، كوټلي او سباؤن له مخې جوړولو كښې مرستياله وي