
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان ايران سره خپلې تاريخي او د رورولۍ ژورې اړيكې زياتې مهمې ګڼي ٬ د پهلګام پېښې نه وروسته د هند د اشتعال انګيز رويې په نتيجه كښې په سوئيلي آسياء كښې په روان اړي ګړي پاکستان سخت تشويش لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پانې له مخې د اسلامي جمهوريه ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي٬ په دې موقع وزيراعظم د ايران په بندر عباس ښار كښې په رامخې ته شوې چاٶدنه كښې په قېمتي ځاني زيان او د سلګونو په شمېر په ژوبل شويو د ايران خارجه وزير سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ ده د حق رسېدليو لپاره د بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي او صدر مسعود پيزشکيان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان ايران سره خپلې تاريخي او د رورولۍ ژورې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ صدر پيزشکيان سره د خپلو يو شمېر ملاقاتونو او د ټېلي فوني تماس تذكره كولو سره وزيراعظم د پاکستان او ايران په دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او تجارت، توان، سرحدي انتظام او په سيمه ايزو رابطو كښې د مرستې د زياتولو په ضرورت يۍ زور راوړو۔ وزيراعظم د پهلګام پېښې نه وروسته د هند د اشتعال انګيز رويې په نتيجه كښې په سوئيلي آسيا كښې په موجوده اړي ګړي د پاكستان د سخت تشويش څرګندونه وكړه٬ ده د ثبوت نه غېر پاكستان سره د پېښې تړلو هر ډول هڅې په ښكاره توګه مسترد كړه۔ ده ووئيل پاکستان پيشکش كړے دے چې د پهلګام پېښې پس پرده حقائق معلومولو لپاره دې نړيوال سپېځلې٬ غېر جانبدار او معتبر تحقيقات وكړې شي۔ ده ووئيل په دې ټول صورتحال كښې پاكستان ډېر د ذمه وارۍ نه كار اخستې دې او بلخوا هند د جمو و كشمېر شخړې نه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره په ميډيا پروپېګنډا پېل كړې ده كومه چې په سوئيلي آسياء كښې د عدم استحكام بنيادي سبب دے۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامے معطل كول او د دې د آبي جارحيت په توګه استعمالول د نه قبلېدو وړ دي ځكه چې اوبه د پاکستان اولس لپاره د رېډ لائن حېثيت لري۔وزيراعظم په منطقه كښې امن، استحکام او پرمختګ لپاره ايران سره په ګډه كار كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د ايران خارجه وزير عراقچي د ايران قيادت لخوا وزيراعظم ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو او پاکستان سره ئې د خپلو اريكو قوي كولو او په سوئيلي اسياء كښې امن او استحکام لپاره كردار لوبولو لپاره ېې د ايران د عزم پخے وكړو۔ده د صدر پيزشکيان لخوا وزيراعظم ته د روان كال په مهال د ايران د سركاري دورې بلنه هم تكرار كړه