سرینګر۔5مئی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې د خلقو ژوند د سفاك هندي عسكرو په رحم وكرم دے چې اوسنې مثال يۍ په كولګام اولسولۍ كښې د يو 23 كلن ځوان د حراست په مهال وژنه ده۔ دې سره په 22 اپرېل د رامخې ته شوې پهلګام پېښې څخه ورستو د دې ډول شهادتونو شمېره 5 ته ورسېدله۔ د حراست په مهال د كشميري وګړو وژنه په خلقو كښې د يرې ترخې لپاره كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې په مقبوضه جمو وكشميركښې 1989 څخه تر دې دمه هندي ځواكونو 96 زره څخه زيات كشميري وګړي شهيدان كړي په كومو كښې چې 7,282 ځوانان د حراست په مهال شهيدان كړے شوي دي