
حسن ابدال۔ 05 مئی (اے پی پی) د پنجاب ګورنر سليم حيدرخان وئيلي دي كه هند په پاكستان بريد وكړو نو پخپله به ټكړې ټكړې شي او د دې بريد د لاسه به د هند پنجاب آزادي ترلاسه كولو سره خالصتان جوړ شي٬ دغسې مقبوضه كشمير به هم آزاد شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په حسن ابدال كښې د شیر میسور ټیپو سلطان شهید رح 226 م تلين دستوره كښې وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل په حسن ابدال كښې له تېرو 30 كلونو راهيسې د شېر مېسور ټیپو سلطان شهید تلين په احترام سره لمانځلې شي۔ ده ووئيل تاريخ تل هغه نوموړي ياد ساتي كوم چې د حق سره اودرېږي۔ په دې لړ كښې ښكاره مثال د حضرت امام حسین (رض) څخه واخله تر ټیپو سلطان شهید په تاريخ كښې موجود دے۔ د پنجاب ګورنر د پاكستان او هند ترمينځه د روانې وضعې ذكر كولو سره ووئيل د هند وزيراعظم دا وارې پاكستان په دړكه وركولو ستومانه دے ٬ كه جنګ وشو نو هند به ټكړې ټكړې شي او د هند پنجاب او مقبوضه كشمير به آزاد شي۔ دغسې نور هغه رياستونه به هم د آزادۍ اعلان وكړي چرته چې د آزادۍ تحريكونه روان دي۔ سردار سلیم حیدر خان ووئيل د پاك پوځ سپه سالار جنرال عاصم منېر زمونږ وياړ دے چا چې د هند د دړكو ځواب په مړانه وركړے ۔ ده ووئيل دا وارې هند ته هم احساس شوے چې د بريد په صورت كښې به سنګينې نتيجې رامخې ته شي