په اسرائيل د حوثيانو په بريدونو كښې د ملوث كيدو تورونه مسترد كوٶ۔ ايران

تهران 05 مئي (اے پي پي) ايران په يمن كښې د حوثيانو په اسرائيل بريدونو كښې د ملوث كېدو د امريكا او اسرائيل تورونه مسترد كړې دي۔ د شنهوا له مخې د ايران خارجه وزارت د ګل په ورځ په جاري بيان كښې دا تورونه بې بنسته او د مظلوم يمني اولس توهين ګرځولے دے۔ په بيان كښې د هېوادونو سيمه ايز سالميت او د قامي خپلواكۍ د احترام په ضرورت د ايران په موقف رڼا اچولې شوې او په يمن د امريكا پوځي بريدونه د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو قانون په جار خلاف ورزي ګرځولے ده