د عرب ميډيا فورم شلمه غونډه به د مئي په لسمه نيټه په كويت كښې پيل كيږي

کوېت سټي 05 مئي (اے پي پي) د عرب ميډيا فورم شلمه دوه ورځنۍ غونډه به په لسمه نېټه په كوېت كښې پېل كېږي۔ د کويت نيوز ايجنسۍ (کونا) له مخې د عرب ميډيا فورم سېکرټري جنرل مادي اے الخميس اعلان كړے دے چې سږ كال په فورم كښې يو اے اي د اعزازي مېلمه په توګه رابللے شوے دے ٬ د عرب ميډيا فورم شلمه كلنه غونډه به د لسم نه تر دولسم مئي په كوېت كښې د وزيراعظم شېخ احمد اے الاحمد الصباح په سرپرستۍ كښې كېږي۔ د جاري بيان له مخې د متحده عرب امارات سرکاري او د نجي څانګو د ميډيا پلاوې به په فورم كښې ګډون كوي كوم چې په نړيواله كچه رامخې ته شوې د اماراتي ميډيا منظرنامې او د دې په نړيواله كچه د همكارۍ علامت دے۔ د فورم په مهال به په بېلا بېل سېشنز كښې د كلتوري تنوع ودې٬ د عرب شناخت تحفظ او د ډيجيټل انقلاب په مهال د ميډيا په كردار خبرې اترې كولې شي۔