
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف له كوم ثبوت پرته د پهلګام پېښې پاكستان سره د تړلو هندي هڅه مسترد كولو سره د پېښې د لوړې كچې ٬ سپېځلې او بې پرې نړيوالو تحقيقاتو سره د اړوند خپل پېشكش پخلے كړے دے او برتانيه ته ئې په دې كښې د شاملېدو بلنه وركړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په پاکستان كښې د برتانيه هائي كمشنر جين ميريټ ليدلي۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د برتانيه هائي کمشنر د پهلګام پېښې نه وروسته د سوئيلي آسياء په موجوده صورتحال د پاكستان د نقطه نظر نه خبر كړو۔ وزيراعظم شهباز شريف له كوم ثبوت پرته د پهلګام پېښې پاكستان سره د تړلو هندي هڅه مسترد كولو سره د پېښې د لوړې كچې ٬ سپېځلې او بې پرې نړيوالو تحقيقاتو سره د اړوند خپل پېشكش پخلے كړے دے او برتانيه ته ئې په دې كښې د شاملېدو بلنه وركړې ده۔ وزيراعظم ووئيل د حکومت وړومبۍ ترجيح د هېواد اقتصادي پرمختګ دے او پاكستان به كله هم داسې يو قدم نه پورته كوي چې ورسره سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ شي ۔ وزيراعظم ووئيل برتانيه دې پاكستان او هند سره د دوستۍ خپلې سفارتي اړيكې كارولو سره په منطقه كښې د امن كړكېچن صورتحال ښه كولو له خپل كردار ولوبوي۔ د برتانيې هائي کمشنر پاکستاني دريځ څخه په خبرولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې برتانيه به سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره پاكستان او هند سره په ګډه كار كوي