ساهيوال کول پاور پلانټ پاکستان كښې د توان بحران خاتمې او ماحولياتي بهترۍ لپاره مهم اقدام ګرځېدلے۔ ساهيوال کول پاور پلانټ وياند

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د سي پېك له مخې جوړ شوے ساهيوال کول پاور پلانټ پاکستان كښې د توان بحران خاتمې له او د معيشت په استحكام٬ روزګار او ماحولياتي بهترۍ لپاره مهم اقدام ګرځېدلے دے۔ د ګل په ورځ د ساهيوال کول پاور پلانټ وياند له مخې د 1,320 ميګا واټ صلاحيت وړ دا پاور پلانټ د دوو 660 مېګاٶاټ يونټس د لارې د پاكستان د بجلۍ نظام ته وده وركړې ده او د لوډشېډنګ نه غېر برېښنا وركول ئې ممكن كړې٬ دې منصوبې نه يوازې صنعتي او کاروباري هلو ځلو ته وده وركړې بلكې ځائي آبادۍ لپاره يي د روزګار موقعې هم راپېدا كړې دي