پي سي ايل كښې د مئي په 7 مه نيټه د اسلام آباد يونائيټډ او كوئټه ګليډي ايټرز ترمينځه مېچ كيږي

اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ 10 كښې د مئي په 7 مه نيټه د شورؤ په ورځ يوازينے ميچ به د اسلام آباد يونائيټډ او كوئټه ګليډي ايټرز ترمينځه په قذافي كركټ سټيډيم ٬ لاهور كښې كيږي۔ مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي او دا به د فلډ لائټس په رڼا كښې كولې شي۔ د اسلام آباد یونائیټډ مشري به نوموړے آل راؤنډر شاداب خان كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې میتھیو شارټ، کولن منرو،راسي وېن ډېر ډوسن،جېسن هولډر، حېدرعلی، سلمان آغا،عماد وسیم، حنېن شاہ او اعظم خان شامل دي۔ د اسلام آباد یونائیټډ لوبډلې په 8 مېچونو كښې 5 كښې كاميابي ترلاسه كړې او 10 پوائنټس سره په ټېبل په دويم پوزيشن ده۔ کوئټه ګلېډی اېټرز لوبډله به د نوموړي آل راؤنډر سعود شكيل په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې مارك مارک،چېپمین ،ریلی روسو، فن اېلن، حسن نواز، فهیم اشرف، شعېب ملک، حسیب خان، کوسل مېنډس،ابراراحمد، عامر، سین اېبټ او کائل جېمېسن شامل دي۔ کوئټه ګلېډی اېټرز 8 مېچونه كړي٬ 5 مېچونو كښې يۍ كاميابي ترلاسه كړی او په پوائنټس ټېبل 11 پوائنټس سره په اول لمبر ده۔ د ټورنامنټ فائنل به د مئي په 18 مه نېټه قذافي سټيډيم لاهور كښې كېږي