خېبرپښتونخوا كښې د بې كاره او بند صنعتي ادارو بحالۍ لپاره پي اي زيډ ډي اېم سي جوړ كړې شو٬صوبه كښې د صنعتي ادارو شمېره 2 زره 881 ده٬ 2 زره 192 كار كوي٬ 362 بندې دي

اسلام آباد 20 جون (اے پی پی) په خېبرپښتونخوا كښې د صنعتي ادارو شمېره 2 زره 881 ده چې پكښې 2 زره 192 كار كوي او 362 بندې دي۔ د خېبرپښتونخوا اكنامك زونز ډوېلپمنټ اينډ منيجمنټ كمپنۍ (پي اي زيډ اېم سي) وئېلي دي چې په صوبه كښې د بې كاره صنعتي ادارو بحالۍ سره د ځايي او د غېر ملكي سرمايه كارو معاونت وركولې شي دغسې چې د صوبې معاشي پرمختګ زيات كړے شي۔ په خېبرپښتونخوا كښې د بې كاره او بند صنعتي ادارو بحالۍ لپاره پي اي زيډ ډي اېم سي جوړ كړې شو دغسې چې صنعتي او تجارتي هلې ځلې زياتې شي