ملتان۔ 04 مئی (اے پی پی) د رويت هلال کمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخبیر ازاد ویلي چې پهلګام پېښه د سازش له مخې جوړه شوې ده، هند په تېر وخت کښې هم د دروغو پروپېګنډو له امله رسوا شوے دے۔ په ملتان کښې يو نجي ټي وي سره خبرو کښې مولانا عبدالخبیر ازاد وويل چې اوس نړۍ د مودي په دروغو باور نه کوي. ټول پاکستانے قام به د خپل سپه سالار په مشرتابه کښې هند له خله ماتې ځواب وركړي۔ هغه وويل چې دا خبره ښكاره ده چې مودي نه يوازې دا چې د ګجرات د مسلمانانو په وژنه كښې ككړ پاتے شوے بلكې په پاكستان كښې د ترهګرۍ په شا هم د مودي سركار لاس دے۔ هغه وويل چې د پاکستان غيور اولس ٬ پارليمان ٬ ټول ګوندونه او دلته ژوند كوونكي ټول وګړي يو موټي دي۔ د هند لخوا به كوم هم جارحيت زغملے نه شي۔ زمونږ پوځ د هېواد هر کونج ساتلو ته تيار دے۔ هند دې په غلط فهمۍ کښې پاتې نشي۔ د فلسطين د وضعيت په اړه يې وويل چې زموږ زړونه د غزې د مسلمانانو سره درزيږي۔ د اسرائيلو له لوري د ظلم او ظالمانه چلند په ضد پاکستاني ولس تل غږ پورته کړې او له هغوی سره د همغږۍ لپاره تر ټولو زياتې مظاهرې او غونډې هم په پاکستان کښې ترسره شوي دي۔