د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د روسيه خارجه وزير سرګئی لاوروف سره ټيليفوني خبرې ٬ سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د عزم پخلے

اسلام آباد۔4مئی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د روسيه د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره ټيليفوني خبرو كښې د هند لخوا د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه او پارونكې بيانونه مسترد كولو سره سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د لوظ پخلې وكړو۔ ده ووئيل پاكستان د خپلواكۍ اود قومي ګټو د تحفظ حق لري۔ د خارجه دفتر وياد لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير سېنېټر اسحاق ډار د روسيه د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره ټيليفوني خبرې وکړې۔ اسحاق ډار د روسيه خارجه وزير په منطقه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړو۔ ده د هند له خوا د پاکستان په ضد بې بنسټه تورونه او هڅوونکې څرګندونې رد كولو سره د انډس واټر ټرېټي په يو اړخيزه توګه د معطل كولو هندي كارروايۍ وغندله كومه چې د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي ده۔ اسحاق ډر ووئيل پاكستان د خپلواكۍ اود قومي ګټو د تحفظ حق لري۔ ده د نړيوالو ٬ سپېځلو او آزادو پلټنيو پېشكش هم وكړو۔ د روس وزير خارجه سرګئي لاوروف په صورتحال اندېښنه ښكاره كړه او د مسئلو حل لپاره يۍ د سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل دواړه فريق بايد تصادم څخه بچ شي۔ دواړو مشرانو د پاکستان او روس ترمنځ د اړيکو په ښه والي خبرې وکړې او په ټولو برخو کښې يۍ د همکارۍ زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔