
اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د اسلامي جمهوريه ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي (سبا) د ګل په ورځ د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتروياند لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د ايراني خارجه وزير د اعلی كچې دوره د پاكستان او ايران ورونړو هېوادونو ترمينځه د ژورو او مضبوطو اړيكو عكاسي او دوه اړخيزه مرسته پياوړې كولو له د دواړو هېوادونو د دواړو هېوادونو شريك عزم په ډاګه كوي۔ د ایران د خارجه وزير سيد عباس عراقچي د پاكستان دورې په موقعه به فریقین په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د خارجه دفترله مخې د خپلې دورې په مهال به د ايران خارجه وزير سید عباس عراقچی ٬ صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ وزيراعظم شهباز شريف او نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار سره ملاقاتونه كوي۔ پاكستان او ايران يو بل سره په ګډ تاريخ ٬ كلتور او مذهب اډانه لرونكې نزدې اړيكې لري۔ هيله ده چې د ايران د خارجه وزير دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطې او همكاري به هم زياته شي۔