
پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په هند كښې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د اېكس اكاؤنټ بندولو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا اقدام د هند د بزدلۍ او د رايې آزادۍ ښكاره خلاف ورزي ده۔ د غندنې په خپل بيان كښې ده وئيل چې هند د بلاول بھټو زرداري زړه ور او اصولي دريځ څخه يرېدلے دے۔ د خارجه وزير په حېث هغه په نړيواله كچه نه يوازې د كشمير مقدمه په بشپړه توګه وړاندې كړه بلكې د كشميري اولس غږ يۍ ټولو نړيوالو فورمونو ته ورسولو۔ فېصل کریم کنډی ووئيل د پاكستان پيپلز ګوند كشمير پالېسۍ د اولس د هيلو ترجماني كړې ده٬ بلاول بھټو زرداري چې په كوم ډول د كشميري وګړو د خپلواكۍ حق وكالت وكړو هغه هند لپاره د زغملو وړ پاتے نه شو۔ ګورنر ووئيل د هند لخوا په سوشل ميډيا د غږ غلي كولو دا هڅه به ناكامه شي ولې چې د ريښتيا لاره څوك نيولے نه شي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند او پاكستانې اولس د بلاول بھټو بيانيې سره ولاړ دي او د كشميري اولس د حقونو جنګ به په هره كچه روان وي۔