د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان درناوې ٬ تر ټولو غوره همكار ميډيا پارټنر ايوارډ يۍ ترلاسه كړو

اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) ته د پرانستې پراپرټي كنفرنس او رئیلټرز ایوارډونو کښې د غوره همکار میډیا پارټنر ایوارډ ورکړے شو۔ د اے پي پي رپورټر/سب ایډیټر حنا دراني د خپلې ادارې په استازیتوب ایوارډ ترلاسه کړو۔ اېس آر اېچ انټرنېیشنل پرائیویټ لمیټډ د اسلام آباد ایف ناین پارک په ایوان قائد هال کښې د پرانستې پراپرټي كنفرنس او رئیلټرز ایوارډز دستورې كولو اهتمام وكړو په كومه كښې چې اے پي پي ته د غوره همکار میډیا پارټنر ایوارډ ورکړے شو۔ محترمو مېلمنو کښې د یوت پارلیمان چيئرمېن اسامه ندیم قریشي، د انټر یونیورسټي کنسورشیم نېشنل كوآرډينېټر اېم مرتضی نور او د ډي واټسن د اېچ آر منېجر منيب او نور شامل وو۔ دستورې ته د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري (آئی سي سي آئی) سینئر نائب صدر عبدالرحمان صدیقي، د اسلام آباد سټېټ اېجنټ ایسوسی اېشن مشر سردار طاهر محمود، د لیک شور سټی اسلام آباد مشر سید سعادت حسین شاه، د كېپټل انټرنېشنل رئیل اسټېټ اېنډ بلډرز سی ای او چوهدری اېم نواز بسرا، د فیئر ډیل مارکیټنګ مشر چوهدری عبدالرؤف، امارات ګروپ آف کمپنیز څخه شفیق اکبر او لېجنډز انکلیو كښې جنرل منېجر سیلز عثمان جهانګیر خطاب وكړو۔ ددې كنفرنس مقصد د رئيل اسټېټ په څانګه كښې د غوره خذماتو ترسره كولو او په دې څانګه كښې د شهرت ترلاسه كوؤنكو رئيلټرز د خذماتو اعتراف كول وو۔ د دستورې په پايه كښې د محترمو مېلمنو خوشحالولو لپاره د قوالۍ شپې اهتمام وكړے شو۔