وركرز په ګوند كښې د ملا د تير حيثيت لري: د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف

حوېلیاں۔ 04 مئی (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار اېم يوسف وئيلي دي چې د وركرز عزت نفس به كله هم مجروح نه كړے شي ، وركرز په ګوند كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده د اتوار په ورځ په حوېلياں كښې هزاره ډويژن سره د تعلق لرونكو د ګوند عهدېدارانو غونډې ته خطاب كولو۔ سردار یوسف ووئيل د مسلم ليګ (ن) د كلي او محلو په كچه تنظيم سازي كولو سره به په ځايې كچه ګوند زيات مضبوط كړے شي۔ په موقع مقررينو خپل خطاب كښې ووئيل چې مسلم ليګ نون هغه يوازينې ګوند دے كوم چې تل په اقتدار كښې راتللو سره پاكستان د پرمختګ په لاره روان كړے دے۔ دوئي وويل ټول قام د هېواد سالميت لپاره يو موټے دے۔ هند دې جارحيت كولو څخه وړاندې سل وارې سوچ وكړي چې د ايمان قوت لرونكے ټول قام د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔