د وزيراعظم شهباز شريف د ملائيشيا خپل همڅنګ سره ټيليفوني تماس ٬ د هندي تورونو سپيځلې ٬ معتبر او بې پرې پلټنيو لپاره د پاكستان د پيشكش پخلے

لاهور۔4 مئی(اے پی پی) د وزیر اعظم شهباز شریف او ملائیشیا وزیر اعظم داتو سری انور ابراهیم ترمينځه د اتوار په ورځ ټېلېفوني خبرې وشوې ٬ وزیر اعظم د پهلګام پېښې څخه وروستو د هند د پارونې رويې په نتيجه كښې په سوئيلي آسيا كښې په روان تاؤ تريخوالي د پاكستان د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره له كوم ثبوت پرته د دغې پېښې پاكستان سره د تړلو كومه هم هڅه په ښكاره توګه مسترد كړه او ددې پېښې په شا د حقائقو درك لګولو له يۍ نړيوالو ٬ سپېځلو او بې پرې پلټنيو له د پاكستان پيشكش تكرار كړو۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاكستان به په پلټنيو كښې د ملائیشیا د ګډون هركلے كوي۔ په دې خبره زور راوړلو سره چې پاكستان تل د ترهګرۍ په ټولو شكلونو او مظاهرو كښې غندنه كړې ده ٬ وزيرعظم د ترهګرۍ په ضد د فرنټ لائن اسټېټ په توګه د پاكستان كردار او په دې هڅه كښې د دې زبردستې قربانۍ په ډاګه كړې۔ ده زياته كړه چې د هند اقدامات په لوئيديزه پوله د ترهګرۍ مخنيوي څخه د پاكستان پام بل پلو ګرځوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان په داسې ډول شخړه كښې نښتل نه غواړي ٬ په خاص توګه كله چې هېواد د اقتصادي استحكام په لاره روان دے۔ دواړو لارښودو د پاكستان او ملائيشيا په اړيكو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ كلتوري تبادلو په شمول بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له يۍ د خپل شريك عزم پخلے وكړو۔ په دې تناظر كښې وزيراعظم ووئيل زه د روان كال په مهال د ملائيشيا خپلې دورې ته سترګې په لاره يم۔ دا ټېلېفوني كال د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا عكاسي كوي په كوم كښې چې دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت يو بل سره رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو۔