
اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) په امریکا کښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي دي چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه د کشمیر مسئلې د سوله ییز او دوامداره حل لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي۔ د اتوار په ورځ پی ټي وي نیوز سره په یوه مرکه کښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ وویل چې نړیواله ټولنه په سیمه کې د سولې څرګند ملاتړ کوي او د پاک-هند شخړې د حقایقو او شواهدو په بنسټ یو اړخیز ملاتړ ردوي۔ ده زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تل په سیمه کښې د سولې ملاتړ کړې چې هدف یې د سولې هڅو ته ملاتړ ورکول دي او دا د مسئلو سولييز حل لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه كوي۔ ده د پاکستان-هند شخړې په اړه د امریکا متوازن نقطه نظر او د شواهدو په بنسټ دریځ ستائلو سره د مسئلې سولييز حل ته د پام ګرځولو هركلے وكړو۔ ده زياته كړه چې كشمير يو مهم فلېش پوائنټ دے ۔ رضوان سعيد شېخ ووئيل چې په منطقه او په خاص توګه كشمير كښې د تلپاتي امن ترلاسه كولو له د پاكستان او هند ترمينځه شخړې ختمول ضروري دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې سفير ووئيل چې نړۍ 12 ورځو څخه د هند كارروائيو ته ګوري او هند تر دې دمه كوم ثبوت وړاندے نه كړے شو۔ ده دا خبره هم په ګوته كړه چې پهلګام پېښې هندي انتظاميه په ډاګه كړې ده۔ ده د پې پرې پلټنيو په اړه د پاكستان د عزم او مسؤولانه كردار رامخې كولو سره د پاكستان د ستائنې وړ چلند وستائلو۔ ده زياته كړه چې دا نقطه نظر سپېځلتيا ٬ انصاف پسندۍ او سفارت كارۍ لپاره د پاكستان د جذبې عكاسي كوي كومه چې په منطقه كښې يو مثبت مثال وړاندے كوي۔ په امريكا كښې د پاكستان سفير په هند زور راوړو چې هند دے زر تر زره شواهد وړاندې كړي ولې چې د سپېځلې او په شواهد د اډانه لرونكي نقطه نظر نشتوالي نړيواله ورورولي بې چينۍ سره مخ كړې ده۔