كه هند بريد وكړو نو سكھ به د پاكستانيانو اولنے دفاعي لائن وي: ګرپتونت سنګھ

کراچۍ۔4 مئی(اے پی پی) د خالصتان تحریک لارښود ګرپتونت سنګھ پنوں وئيلي دي چې كه هند پنجاب څخه په پاكستان بريد وكړو نو سكھ به د پاكستان اولنے دفاعي لائن وي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې ګرپتونت سنګھ پنوں د پاکستان نجی ټی وی چېنل يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ووئيل فی الحال هند كوم بريد كړے نه دے خو پاكستان بايد اطمينان سره پاتے نه شي۔ ده ووئيل په بلوچستنان كښې هندي لاس وهنه كومه پټ پناه خبره نه ده۔ ده ووئيل سكھ هندي نه بلكې د پنجاب اوسېدونكي دي او پنجاب آزادولو سره خالصتان جوړول غواړي۔ سکھ لارښود ووئيل په پاكستان او هند كښې د مسلمانانو او سكھانو دښمن يوازې د هندوتوا سوچ نه بلكې هند دے ولې چې په كال 1948 كښې نه خو مودي ؤ او نه هندوتوا۔ له دې كبله د هند چې كوم هم وزيراعظم وي د هغه اصول دا وي چې اقليتونه دې ووژلې شي۔ ده ووئيل كه هند پنجاب څخه په پاكستان بريد وكړو نو سكھ به د پاكستان اولنے دفاعي لائن وي او د هندي ټېنكونو مخه به واړوي په شرط د دې چې پاكستانې حكومت او پوځ سكھانو او پنجاب سره مرسته وكړي او د ملګرو ملتونو له مخې د خالصتان تريفرنډم مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل په هندي پوځ كښې موجود سكھ په دې خبره پوهېږي چې د هغوي اصل دښمن پاكستان نه بلكې هندي نظام دے او هغوي د مودي نه بلكې د پنجاب د آزادۍ جنګ كول غواړي۔ ګرپتونت سنګھ ووئيل د مقبوضه جمو وكشمير اولس د خپلې آزادۍ جنګ كوي۔ ده ووئيل هند غلط فهمي لري چې هغه به كله مات نه شي ٬ اول به پنجاب آزاد شي او بيا كشمير۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې په پهلګام پېښه كښې هندوان ووژلې شوو خو ددې په شا هندي حكومت دے۔ دا د مودي په ګټه وه خو د هند څېره په ډاګه شوې ده۔ په كاناډا او امريكا كښې هم د مودي ټولګي پلټنې روانې دي۔