هند ، په آسام كښې يو بل وګړے د پاكستان په دفاع كولو ګرفتار كړے شو: وزیر اعلیٰ سرما

ګوهاټی ۔4 مئی(اے پی پی) په ګرد هند كښې د مسلمانانو په ضد د بې بنسټه تورونو په بنياد د روان كرېك ډاؤن په مهال پهلګام بريد څخه وروستو د پاكستان دفاع كولو په تور آسام رياست څخه يو بل وګړے ګرفتار كړے شوے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د دې خبرې تصديق د آسام وزيراعلی همانتا بسوا سرما وكړو۔ دې سره په دا ډول معاملاتو كښې په مجموعي توګه 37 كسان ګرفتار كړې شوي دي۔ ده وئيل دھوبري ضلعې څخه د ګرفتار كړې شوي وګړي شناخت د عمار علي نامې سره شوے دے۔