د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د 19 اپريل افغانستان دورې نتيجو جاج اغتسلو له د لوړې كچې غونډه

اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د 19 اپريل افغانستان دورې نتيجو جاج اغتسلو له د اتوار په ورځ د لوړې كچې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه د خارجه وزارت او نورو اړوندو چارواكو لخوا په پرېكړو عملدرآمد كښې شوي پېشرفت څخه خبر كړې شوه۔ نائب وزیراعظم سولييزې ګاونډګيرۍ ٬ تجارت كښې زياتوالي ٬ رابطو ٬ تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔