د سينيټر اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير داتو سري حسن سره ټيليفوني خبرې

اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د ملائشیا خارجه وزیر داتو سری اېم حسن سره ټېلېفوني خبرې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير اسحاق د ملائيشيا خارجه وزير ته د سيمه ايزې وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د خطر سبب جوړېدونكي د هند بې بنسټه تورونه ٬ د ناسمه معلوماتو كمپائن او غېر قانوني يو اړخيزه ګامونه په ښكاره توګه مسترد كولو سره يۍ د هند د سندھ طاس لوظنامې ختمولو يو اړخيزه پرېكړه سختۍ سره وغندله كومه چې د دې د نړيوالو خلاف ورزي ده۔ اسحاق ډار سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړه بياهم هغه په ډاګه كړه چې مونږ د قامي ګټو او خپلواكۍ تحفظ خپل حق محفوظ لرؤ۔ خارجه وزیر داتو سری محمد حسن د پاكستان د دريځ ملاتړ كولو سره ووئيل ووئيل دواړه اړخونه بايد د زغم څرګندونه وكړي۔ په ټېلېفوني خبرو كښې دواړو لارښودو په روانه وضعه كښې د نزدې رابطې په جاري ساتلو اتفاق هم وكړو۔