
اسلام آباد۔3 مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كونسل آف پاکستان نیوزپیپر ایډیټرز په ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو نوې عهديدارانو له مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم كاظم خان ته په صدر ٬ غلام نبي چانډيو ته په عمومي سېكرټري ٬ اياز خان ته په نائب صدر او تنوير شوكت ته په دوهم عمومي سېكتر ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې نوې ټاكل شوې عهدېداران به په پاكستان كښې د صحافتي اقدارو حفاظت او د اعلی صحافتي معيار سرلوړۍ له خپل كردار ترسره كوي۔ وزیرِ اعظم ووئيل هيلمند يوو چې د سی پی اېن ای نوې ټاكلې شوې مشرتابه به د خپل تنظيم د لارې د خبريالانو د حقونو تحفظ له خپل فرض ترسره كوي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې نن د صحافت د آزادۍ نړيوالې ورځې په موقعه د سي پي اېن اي نوې مشرتابه ټاكلې شوې ده۔ ده ووئيل هيله ده چې دوئي به د صحافت آزادۍ لپاره خپل مثبت او فعاله كردار ترسره كوي۔