اسلام آباد۔3مئی (اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ هند له خبردارې وركړې دې چې د جوهري جنګ نتيجې به زياتې سنګينې وي ٬ هند دې په خپلو ناكامو پرده اچولو له په پاكستان تورونه لګول بند كړي٬ د هند دا ډول اقدامات د قبلولو نه دي٬ تباهي خپرونكو نتيجو څخه بچ كېدو له به د زغم لاره خپلول وي۔ رضوان سعید شېخ په خپله يوه مركه كښې په دې خبره زور راوړو چې د سيمه ايزې بې ثباتۍ به سنګينې نتيجې رامخې ته شي۔ ده ووئيل امن لپاره د پاكستان هڅې د كمزورۍ علامت نه دے۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن خوښوي ٬ پاكستان تل د يو ذمه وار هېواد په توګه كار كړے دے او د زغم څرګندونه يۍ كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد د هند تورونه بې بنسټه دي او هغه كوم د باور وړ ثبوت نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل د هند د كوم هم جارحانه اقدم به د پاكستان لخوا سخت او پرېكنده ځواب وركولې شي۔ ده په ډاګه كړه چې د پاكستان د دفاع او خپلواكۍ به هېڅ سودا كولې نه شي او پاكستان به د خپلې سيمه اېزې سلامتيا تحفظ له ټول ضروري ګامونه پورته كوي۔