
اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزۍ په هڅو كولو په هند ټكونه كولو سره وئيلي دي چې هندي اقدامات په نړيواله كچه په ډاګه شوي دي او هند د خپلې بيانيې ملاتړ په ترلاسه كولو كښې ډېر په بد ډول ناكامه شوے دے۔ د خالي په ورځ نيوز چنيل سره مركه كښې د دفاع وزير هند ته د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزۍ په صورت كښې د سنګنيو نتيجو خبردارې وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې په آبی وسائلو د نور جارحيت به بشپړ ځوب وركولے شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د لوظنامې پابند دے خو د خپلو حقونو او ګټو تحفظ له به ټولو ضروري اقداماتو كولو څخه ډډه نه كوي۔ خواجه آصف ووئيل كه هند د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي وكړه نو پاكستان به د خپلو حقونو تحفظ لپاره معامله هر يو قانوني فورم ته وړي۔ ده ووئيل د نرېندر مودي بيانيه په نړيواله كچه په ناوړه توګه ناكامه شوې ده۔ ده په هند ټكونه وكړل چې هغه دې د پروپېګنډې په ځاې ثبوتونه وړاندې كړي۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د كوم هم چېلنج مقابله كولو له چمتو دے او د كومې هم اشتعال انګېزۍ به خله ماتې ځواب وركوي۔