
اسلام آباد۔3مئی (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قامي مفادات په حقله د پاکستانۍ میډیا د ذمه وار کردار ستائنه كولو سره وئېلې دي نړۍ ته د حقائق ورسولو په هلو ځلو كښې د خبريالانو قربانۍ د تاريخ يو ځلانده باب دے ، میډیا دې د دروغ ، فیک نیوز، ډنډورې، غیر ملکي تګلارو او سیاسي مفادات تر سره كولو لپاره ونه كارولې شي ، د پاکستان آئین د رائے د اظهار آزادۍ له ضمانت وركوي ۔ د جمعې په وړځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ څخه جاري بيان تر مخه وزیراعظم د صحافت آزادۍ نړيوالې ورځ په مناسبت د پاکستان بشمول د نړۍ میډیا ورکرز ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده په خاص توګه هغه مېړنو سړو او ميرمنو خبريالانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې كوم چې د خپلو فرائضو په ترسره كولو قربان شول ۔ وزیر اعظم ووئېل مونږ په نن ورځ د صحافت سره تړون لرونكو مېړنو کارکنانو ته سلام كوو څوك چې د اطلاعات په خپلواكه رسولو او د حقائق اولس ته رسنه او د نړۍ د خبرتيا فرض تر سره كولو كښې كله هم بې غوري نه كوي۔ ، ده ووئېل د ماضي د روایات نه تر جدید شهري صحافت ، میډیا د وخت او ټولنې سره مخ په وړاندې روانه ده ،په كوم هم دور كښې د دې اهمیت کم نه شو بلکې مصنوعي زېركتيا اور جدید ټیکنالوجۍ د دې دائره ، افادیت او اغيز پرېباسل څو چنده زيات كړې دي ۔ نن هم میډیا د اجتماعیت مظهر ده د كومې اهمیت چې لكه د نور عمر ټولنه كښې کلیدي دے ۔ وزیراعظم ووئېل په جدیده نړۍ كښې د اظهار آزادۍ تحفظ يو مهم ضرورت دا هم دے چې میډیا دروغ ، فیک نیوز، ډنډورو ، غیر ملکي تګلارو او سیاسي مفادات تر سره كولو لپاره ونه كارولې شي۔ وزیراعظم ووئېل 7 اکتوبر 2023 نه تر 3 مئي 2025 دور د خبريالانو لپاره د يويشتمې پېړۍ خونی دور ثابت شو ،انټرنیشنل فیډریشن آف جرنلسټس تر مخه غزہ ،فلسطین كښې كار كوونكې 166 خبريالان او میډیا ورکرز د اسرائیلي ظلم و بر بریت ښكار شول ، د غزہ حکومت میډیا آفس تر مخه 202 خبريالان د اسرائیل په يرغل كښې ووژلے شول ۔’ د ’کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس ‘‘ تر مخه د دې نه وړاندې دومره خوني جنګ نه دې ليدلے شوے چې بكښې دومره ډېر خبريالان وژلې شوي وو د ۔’’رپورټرز ود آوټ بارډرز ‘‘ تر مخه د اسرائیل پوځ د قصدا د فلسطین او لبنان خبريالان او میډیا ورکرز په نخښه كړي ۔ وزیراعظم ووئېل د هنډ غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې جرته چې قابض 9 لاکھه پوځ بنیادي او بشري حقونه د ټوپك په زور له مينځه وړي هلته په خبريالانو او صحافت سخت بندېزونه لګولې شوي۔ ده ووئېل زه د قامي مفادات په حقله د پاکستانۍ میډیا ذمه وارہ کردار ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې په اوسني د هند آبي يرغل كښې او حقائق څخه د لرې تورونو لپاره د میډیا د استعمال په حقائق او رښتيا مقابله وكړه او د هند په منطقه كښې د جنګ فضا پیدا کولو ناوړه مقاصد يې خاورې كړل ۔ زه هيله لرم چې زمونږ ذمه واره میډیا به په دې طرز د قامي او اولسي مفادات تحفظ په اړه د هلو ځلو مرسته او زمونږ رهنمائي دوامداره ساتي ۔ ده ووئېل د پاکستان آئین د رائے او اظهار د آزادیو امین او ضامن دے، د پاكستان حکومت د اولس نمائندہ ګوند په توګه عمر له په آئین كښې د وركړو آزادیو محافظ پاتې دے ،صحافت د آئین او جمهوریت روح ګڼړلو سره مونږ عمر له د وګړو او د رائے آدادۍ لپاره د صحافت سره تعلق لرونكو سره ھلې ځلې كړي او بيا به هم كوو ۔ وزیراعظم ووئېل حکومت د خبريالانو د ژوند او د صحت تحفظ، سازګار ماحول وركولو، مالي مفادات او د تنخواګانو ادائیګۍ او د آجر و اجیر په اړه د میډیا ورکرز جائز مسائل حل كولو لپاره په زړه پورې کردار ادا کړے ، د مختلف قانوني فورمز د لارې د دوي د حقونو وركولو لړۍ روانه ده، مونږ د قوانین په بهترۍ د صحافت آزادي او د سمو معلوماتو وركړه باوري كړې ده۔