سیالکوټ۔3مئی(اے پی پی) د مركزي جمعیت اهل حدیث پاکستان مشر سينيټر پروفيسر ساجد مير له لنډې ناروغۍ وروستو د 87 كالو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د هغه د جنازې لمونځ به نن د خالي په ورځ د شپې 10 بجې په علامه اقبال كالج خادم علي روډ سيالكوټ كښې ادا كيږي۔ يوه مياشت مخكښې د هغوي د مهرو آپرېشن شوے ؤ او لس كاله وړاندې يۍ په زړه كښې سټنټ لګېدلے ؤ۔ هغه په كال 1938ء كښې په سيالكوټ كښې زېږېدلے ؤ۔ له تېرو 40 كالو راهيسې هغه د خپل جماعت مشر راروان ؤ۔ 5 وارې د سېنېټ غړے پاتے شو۔ هغوي د نواز شريف په نزدې ملګرو كښې شمېرلے شو۔ ارواښاد يو شمېر كتابونه هم تصنيف كړي دي په كومو كښې چې تر ټولو نوموړے كتاب عیسائیت يوه مطالعه او تجزيه هم شامل دے۔ ارواښاد د سعودي عربستان باچيانو سره خصوصي مراسم لرل۔ ده په پسماندګانو كښې 2 ځامن ٬ يوه لور او يوه كونډه پرېښودلې ده۔