د خارجه وزير اسحاق ډار د سوئس فيډرل كونسلر او خارجه وزير اګنيزيو كيسسز سره ټيليفوني خبرې ٬ د سيمه ايزې سلامتيا رامخې ته كيدونكې وضعې په اړه يۍ خبر كړو

اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د هند په بې بنسټه تورونو ٬ پاورنكې پروپېګنډه او سندھ طاس لوظنامې په معطل كولو اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې د سندھ تاس لوظنامې معطلي د نړيوالو قانوني ذمه وارۍ ښكاره خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې خارجه وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ سوئس فېډرل کونسلر او خارجه وزير اګنیزیو کېسسز سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ خارجه وزير د سوئټزر لېنډ خپل همڅنګ د سيمه ايزې وضعې سره اړوند تفصيلاتو څخه خبرولو سره د هند په پارونكو اقداماتو سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل د هند بې بنسټه تورونه ٬ پارونكې پروپېګنډه او د سندھ طاس لوظنامې ختمولو يوه اړخيزه پرېكړه د نړيوالو قانوني ذمه وارو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده د حقائقو رامخې ته كولو له آزادو ٬ سپېځلو او نړيوالو پلټنيو لپاره د پاكستان د غوښتنې پخلې وكړو۔ ده د خپلواكۍ او د قامي ګټو د تحفظ حق محفوظ ساتلو سره د سيمه ايز امن او سلامتيا په ګټه كښې زغم څخه د كار اغستلو پاكستانے عزم هم په ډاګه كړو۔ اګنیزیو کېسسز امن ته وده وركولو له د پاكستان د عزم ستائنه وكړه۔ ده د بې پرې پلټنيو په اړه د پاكستان د وړاندېز توثيق هم وكړو۔ ده په دې لړ كښې د سوئټزرلېنډ لخوا د مرستې پېشكش وكړو۔دواړو لارښودو په رامخې ته شوې وضعه كښې يو بل سره د نزدې رابطې په ساتلو اتفاق هم وكړو۔