پهلګام پيښې څخه وروستو د پاكستان غبرګون مسؤولانه پاتے شوے دے ٬ هند پهلګام پيښه كښې د پاكستان د ككړ كيدو كوم هم ثبوت وړاندے كولو كښې ناكامه دے ٬ پاكستان سره د پهلګام پيښې تړلو سازش روان دے: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پهلګام پېښې څخه وروستو د هند د پارونكو كارروائيو باوجود د پاكستان غبرګون مسؤولانه پاتے شوے دے ٬ هند پهلګام پيښه كښې د پاكستان د ككړ كيدو كوم هم ثبوت وړاندے كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے او هغه پاكستان سره د پهلګام پيښې تړلو سازش كوي٬ د تركيه لخوا په سوئيلي آسيا كښې د امن روانه وضعه كښې د پاكستان ملاتړ سره سره د امن غوښتنې په كولو د صدر رجب طيب اردوان مننه كوو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا وياند لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم سره د تركيه سفير ډاكټر عرفان نيزيرولو د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم صدر رجب طيب اردوان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د تېرې اپرېل مياشتې په 22 مه نېټه د انقره خپلې دورې ذكر وكړو د كومې په مهال چې د دواړو لارښودو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د پاك تر اړيكو په زياتولو خبرې شوې وې۔ وزيراعظم په سوئيلي آسيا كښې د امن روانه وضعه كښې د پاكستان ملاتړ سره سره د امن غوښتنې په كولو د صدر رجب طيب اردوان مننه كوو۔ وزیراعظم ووئيل پهلګام پېښې څخه وروستو د هند د پارونكو كارروائيو باوجود د پاكستان غبرګون مسؤولانه پاتے شوے دے۔ وزیراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو په مهال سترې قربانۍ وركړې دي په كومو كښې چې د 90,000 بشري ځانونو ضائع كېدو سره سره د 152 بلین امریکائي ډالر څخه زيات معاشی زيان هم شامل دے۔ وزیراعظم ووئيل هندي اقدامات د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان روانو هڅو څخه د پام بل پلو ګرځولو هڅه ده۔ وزیر اعظم ووئيل هند پهلګام پيښه كښې د پاكستان د ككړ كيدو كوم هم ثبوت وړاندے كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے او هغه پاكستان سره د پهلګام پيښې تړلو سازش كوي۔ وزيراعظم ووئيل هند تر دې دمه د پهلګام پېښې د حقائقو درك لګولو له د باور وړ ٬ سپېځلو او بې پرې نړيوالو پلټنيو سره اړوند د پاكستان د پېشكش ځواب نه دے وركړے۔ پاكستان به په داسې پلټنيو كښې بشپړه مرسته كوي او كه تركيه په دې كښې شاملېږي نو ورته به هركلے وئيلے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل پاكستان دا مهال خپلې اقتصادي بحالۍ او پرمختګ ته بشپړ ګام ګرځولے دے او دې لپاره په خپل ګاونډ كښې امن او سلامتيا ته اړتيا ده۔ ترک سفیر وزیراعظم ته ووئيل چې تركيه د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ ترک سفیر پاكستان سره د خپل اړخه د يووالي څرګندونه كولو سره په منطقه كښې تاؤ تريخوالي كمولو او په سوئيلي آسيا كښې امن او سلامتيا په ځايې ساتلو له په روان بحران كښې زغم څخه د كار اغستلو په حاجت زور راوړو۔