د خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د يونان خارجه وزير سره ټيليفوني تماس ٬ په روانه سيمه ايزه وضعه خبرې

اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د يونان خارجه وزير جارج ګېراپیټرائټس سره ټېلېفوني تماس نيولو سره هغه سره په روانه سيمه ايزه وضعه خبرې كړی دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې په ټېلېفوني خبرو كښې نائب وزير وزيراعظم او خارجه وزير سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د خطر سبب جوړېدونكي د هند بې بنسټه تورونه ٬ د ناسمو معلوماتو مهم او غېر قانوني يو اړخيزه اقدامات په ښكاره توګه مسترد كولو سره د هند د سندھ طاس لوظنامې ملتوي كولو يو اړخيزه پرېكړې سخته غندنه هم وكړه كومه چې د نړيوالو ذمه وارو سخته خلاف ورزي ده۔ اسحاق ډار سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم او د پاكستان لخوا حقائق رامخې ته كولو له د آزادو او سپېځلو پلټنيو غوښتنې پخلې وكړو۔ د يونان خارجه وزير د تاؤ تريخوالي مخنيوي ٬ امن او استحكام تحفظ له د زغم په اهميت زور راوړو۔ ده بې پرې او سپېځليو پلټنيو له د پاكستان د وړاندېز هركلے هم وكړو۔ دواړو لارښودو په ګڼ اړخيزه فورمونو او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د نزدې رابطو په روانو ساتلو اتفاق وكړو۔