د صدر مملكت د 5 خارجيانو په وژلو او د دوه نورو په نيولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په خيبر پښتونخوا كښې په 3 بيلو كارروائيو كښې د 5 خارجيانو په وژلو او د دوه نورو په نيولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د انټېلیجنس بېسډ كارروائيو په مهال د هائی وېلیو ټارګټ په شمول د فتنه الخوارج 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د مړانې ستائنه وكړه۔ صدر مملکت د كارروايۍ په مهال د ترهګرو مشر په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل د كارروايۍ په مهال د ترهګرو د مشر وژل د امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ده۔ صدر مملكت ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهګرو په ضد جنګ روان وي۔ ده ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونو ترهګرۍ ختمولو روانې كارروايۍ خوشبينه دي۔ ده ووئيل د ترهګر عناصر ختمولو او د هېواد دفاع لپاره به زمونږ عزم دغسې مضبوط پاتے وي۔